د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت، مستحقو کونډو ته د اقتصادي بساېنې په موخه نداء الخیر مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ
د همکارۍ دغه هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د نداء الخیر مؤسسې له مسؤل محترم حمزه کوکسال ترمنځ لاسلیک شو، چې د هغې پر بنسټ به، په لوګر ولايت کې (۳۲) تنو کونډو ته د اقتصادي ودې په موخه د شیدو وزې ورکړل شي.
د دې پروژې ټوليز ارزښت (۸۵۰۰) امریکایي ډالره دی چې د لوګر ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست په همغږۍ به پلي شي.