د ډېټابېس او معلوماتو رئیس او ورسره مل تخنیکي او مسلکي پلاوي په څلورو ولایتونو کې د نوي الکټرونیکي سیسټم له چارو څخه ارزونه ترسره کړه

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۴:۲۷
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم مولوي باقي بالله فضلي په مشرۍ یو تخنیکي پلاوي د زابل، ارزګان، دايکندي، غور، بادغيس او فاریاب ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاستونو کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د نوي الکټرونیکي سیسټم له فعالولو وروسته جوزجان، سرپل، بلخ او سمنګانو ولایتونو ته یې سفرونه وکړل.

یاد پلاوي د دې سفرونو په ترڅ کې د جوزجان، سرپل، بلخ او سمنګانو  ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاستونو کې د نوي الکټرونیکي سیسټم له چارو څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه او په سیسټم کې شته ستونزو ته بشپړه رسیدګي وشوه.

همداراز د محترم مولوي باقي بالله فضلي له لوري د نوي الکټرونیکي سیسټم اړوند کارکوونکو ته د سیسټم د پرمختيا او د دې پروسې د چټکتيا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۵۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند پنجشېر ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د کارکوونکو د چارو رئيس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود او د مالي او حسابي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

BACK TO NEWS