د پکتيکا ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس د دې ولایت د عامې روغتيا له رئيس سره وکتل

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۱:۵۶
mmd

په دې کتنه کې د پکتيکا ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد نبي وهاج معلولينو ته په مرکز او ولسوالېو کې د روغتیايي اسانتياوو برابرولو او صحي خدمتونو ته د هغوی د لاسرسي او يو لړ نورو مهمو موضوعاتو په تړاو خبرې وکړې.

محترم مولوي محمد نبي وهاج د دې ولایت د روغتیا رياست له رئيس څخه وغوښتل تر څو  معلولینو ته چې اقتصادي ستونزې لري، د درملو او نورو صحي خدمتونو په برخو کې پوره پاملرنه وکړي.

په ورته وخت کې د پکتيکا ولایت د عامې روغتیا رئيس هم ډاډ ورکړ چې دوی به له معلولینو سره شته امکاناتو ته په کتو مرستې وکړي او هغوی ته به، په ښه ډول روغتیايي خدمتونو وړاندې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS