د بامیانو ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس په دې ولایت کې د یو شمېر نړيوالو مؤسسو له مسؤلینو سره وکتل
د بامیانو ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم شاه ولي احمدي په دې ولايت کې نړيوالو مؤسسو (یو ان ډي پي، یونسیف، یوناما) او ځینو نورو مؤسسو مسؤلینو، همداراز د معلولینو د ملاتړ په موخه د جوړو شوېو ټولنو او د نارينه او ښځينه معلولینو استازو سره وکتل.
په دې کتنه کې د مؤسسو له لوري یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د لا زياتو مرستو جلب او د دې ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست سره په همغږۍ د مرستو ويش، د ناشنوا او نابینا ماشومانو لپاره د یوه مرکز جوړول، ښځينه او نارینه معلولینو ته د اقتصادي ځان بساینې په موخه د کاري فرصتونو په تړاو وړانديزونه شریک کړای شول.