یو سل او پنځوس (۱۵۰) تنه یتیمانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د مرستې کڅوړې ترلاسه کړې

د عبدالله خیریه بنسټ د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ د لوی اختر د رارسیدو په مناسبت یو سل پنځوسو (۱۵۰) تنو یتیمانو ته یوه اندازه البسه وویشله.
د یادو مرستو د ویش پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس ښاغلي قاري شاه محمد دوست او د یاد وزارت د ټولنیزو خدمتونو چارو رئیس ښاغلي مولوي ثنأالله فرقاني هم ګډون درلود.