په خوست ولایت کې د (۴۳) ملکي شهیدانو کورنېو او ټپیانو سره مرستې ترسره شوې

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۳ - ۱۳:۵۸
mmd

په یادو مرستو کې چې دیارلس ډوله خوراکي توکې شاملې وې، د بلومونټ خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ او د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ پر مستحقو کسانو په شفاف ډول وویشل شوې.

د مرستو د ویش پر مهال د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ښاغلي مولوي عبدالرحیم د یادې خیریه مؤسسې د کړیو مرستو څخه مننه وکړه او یادې مؤسسې له مسؤلینو یې وغوښتل تر څو د خپلو مرستو لړۍ ته دوام ورکړي.

همدارنګه په سویل ختیځ زون کې د بلومونټ خیریه مؤسسې مسؤل هم مستحقو کسانو ته د مرستود رسولو په برخه کې د نوموړي ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست هڅې وستایلې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS