د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۴ - ۱۱:۵۱
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر، ښاغلي ملا عبدالمجید آخند  په مشرى، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

 د یادې غونډې موضوعات چي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس ښاغلي قاري صاحب شاه محمد دوست لخوا غونډې ته وړاندې کړل شول په هغه کې د لاوارثه یتیمانو لپاره د حرفوي زده کړو څلور میاشتنۍ روزنیز ورکشاپ د پرانیستل کیدو د نیټي په هکله خبرې اترې وشوې او پریکړه وشوه چې یاد روزنیز ورکشاپ به د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ پرانیستل شي په یاد روزنیز ورکشاپ کې به لاوارثه یتیمانو ته د خیاطۍ او مبايل د ترمیم په برخه کې روزنه ورکړل شي.

همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته د مراجعینو د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په هکله هم خبرې وشوې او پریکړه وشوه تر څو د اونۍ لومړۍ درې ورځې د نارینه مراجعینو او پاتې نورې درې ورځو کې دې ښځینه مراجعین وزارت ته د خپلو چارو د مخته وړلو په موخه مراجعه وکړي.

په دې غونډه کې د مراجعینو د ځای او د چارو د تنظیم په موخه یو پلاوی هم وټاکل شو چې د یاد پلاوي په ترکیب کې د داخلي تفتیش رئیس مولوي احسان الله حقاني، د پلان او همغږۍ رئیس سید محمد عظیم آغا  د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسؤل مفتي فیصل خاموش او د اداري او خدماتو رئيس ملا عبدالرحمن فهيم شامل دي.

دغه راز د هغو یتیمو انجونو په اړه هم بحث وشو چې عمرونه یې له ۲۵ کالو پورته وي همدارنګه پریکړه وشوه د غه انجونې چې عمرونه یې له ۲۵ کالو پورته وي او واده یې نه وي کړى له دې وروسته به د حقوقو او امتیازاتو څخه نه برخمنې کیږي. همدا راز په نننۍ غونډه کې د رخصتیو ورځو د فورمونو په هکله هم خبرې اترې وشوې، په یاده غوڼده کې دهغو کارکوونکو په اړه هم خبرې وشوې چې د رسمي دندو لپاره له ولایتي ریاستونو څخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته راځي او پریکړه وشوه چې نوموړي کارکوونکي باید له اړوندو ریاستونو څخه رسمې مکتوب راوړي او د بیرته ستنیدو پر مهال هم د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو ریاست څخه  اړوندو ریاستونو ته رسمي مکتوبونه یوسي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS