د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ارزونې پلاوي د یاد وزارت د پلان او همغږۍ ریاست له کړنو هراړخیزه ارزونه وکړه

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۷ - ۹:۴۷

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ځانګړي پلاوي د ارزونې او پلټنې په لړ کې د پلان او همغږۍ ریاست او همداراز د تدارکاتو آمریت  د کړنو او فعالیتونو ارزونه او پلټنه ترسره شوه، په دې ارزونه کې د پلان او همغږۍ ریاست ټولې برخې( د راپورونو د تحلیل او توحید آمریت، د بهرنېو اړیکو آمریت او اجرائیه مدیریت) همدارنګه د تدارکاتو آمریت ( قراردادونه، کړنلارې، کاري پلانونه او ټول کاري اسناد) په هر اړخیز ډول د ټاکل شوي پلاوي لخوا وڅیړل شول، او د یادو څانګو پر وړاندې شته ستونزې او ننګونې له یاد پلاوي سره شریک کړاې شوې او نوموړي پلاوي هم د ستونزو د حل په موخه د لازمو همکاریو ژمنه وکړه.

د ارزونې دا لړۍ څه موده وړاندې پیل شوې وه او په کې د ریاستونو د کړنو او  فعالیتونو څرنګوالی، کاري پلانونو تطبیق، د وزارت د کارکوونکو اجراآت، د کارکوونکو د مسلکي مهارتونو وړتیا، او همداراز  یتیمانو او معلولیت لرونکو  وګړو ته د ښو او غوره خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی د ټاکل شوي پلاوي لخوا په هر اړخیز ډول وڅیړل شول.

د یادونې وړ ده  چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخند د ځانګړي هدایت پر اساس د یاد وزارت د اړوندو ریاستونو  د کړنو او فعالیتونو د ارزونې او پلټنې په موخه هیئت ګمارل شوې وو،  تر څو د اړوندو ریاستونو ورځنۍ کړنې او فعالیتونه وڅیړي او راپور یې د وزارت له مشرتابه سره شریک کړي.

د ارزونې او پلټنې د پلاوي  په ترکیب کې د بشري سرچینو رئیس ښاغلې مولوي محمد موسی صدیقي او د څارنې او ارزونې ریاست غړی ښاغلې مولوي خیرالله خیرخواه شامل دي چې مشري یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مشاور ښاغلی مولوي حیات الله میوند کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۲۲
Background image

په نیمروز ولایت کې پر سلګونو تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو اړوند پر (۹۱۵) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۲۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړتیا وړ توکو د چمتو کولو په موخه د آفر پرانیستنې غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د نقلیه وسایطو د اړتیا وړ د (۴۵) قلمه فلترباب او روغنیاتو د چمتو کولو په موخه، د آفر پرانیستنې غونډه د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۱۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د آفر پرانیستنې غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړتیا وړ د پخلنځي د (۴۶) ډوله تنظیفاتي او نورو اړینو توکو د چمتو کولو په موخه د آفر پرانیستنې غونډه د تدارکاتو په آمریت کې ترسره شوه چې په هغه کې د. . .

BACK TO NEWS