د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۱۳:۲۱
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر، ښاغلي ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ د شهيدانو او معلولينو چارو مرستيالانو لکه هر يو ښاغلي مولوی عبدالرزاق آخند، او ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، مالي او اداري چاروعمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

په یاده غونډه کې په ځینو ولایتونو کې د معلولیت لرونکو وګړو ستونزو ته پر وخت رسیدګي او د یادو وګړو سره د کارکوونکو د ښه چلند په هکله هر اړخیزې خبرې وشوې او اړوندو څانګو ته د رڼه او پر وخت د خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وشو.

د یادولو وړ ده چې په ننۍ غونډه کې د بودیجې په شفاف او اغیزمن ډول مصرفولو  هم خبرې اترې وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS