د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت پلاوي په غزني ولایت کې د دغه وزارت د اړوند ریاست د کړنو ارزونه وکړه

د شهیدانو او معلولینو د چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي كلیم الله افغان د خپل پلاوی په ګډون د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کړنو او فعالیتونو هر اړخیزه ارزونه وکړه.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس مولوي كلیم الله افغان د اړوند ریاست د ارزونې پر مهال له داخلي عوایدو څخه د بودیجې د تمویل څخه خوښي څرګنده كړه، او د یاد ریاست مسئولینو ته یې لارښونه وکړه چې د بودیجې په مصرف كې اساسي ګامونه واخلي او هغه بودیجه چې اړونده ریاست ته ځانګړی شوې ده په خپل وخت مصرف كړي .
د دغه پلاوی څیړنې ښیی چې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو كې د بودیجې د مصرف پروسه په ځنډ سره روانه ده او د بودیجې د مصرفولو په برخه كې له ستونزو سره مخ دي .
د مالي او اداري چارو عمومي رئيس ښاغلي مولوي کليم الله افغان د دې رياست پر وړاندې د پرتو خنډونو او ننګونو د حل په موخه د غزني ولایت له والي ښاغلي الحاج مولوي محمد اسحاق آخندزاده سره وکتل او د یاد ولایت والي ژمنه وکړه، چې د شهيدانو او معلولينو چارو رياست پر وړاندې پرتې ستونزې او ننګونې به له منځه يوسي او د بودیجې پر وخت مصرفولو کې به له دې ریاست سره هر اړخیزې مرستې وکړي.
د يادونې وړ ده، چې په دې سفر کې د مالي او اداري چارو عمومي رئيس مولوي کليم الله افغان سره د مالي او حسابي چارو رئيس قاري محمد امين دروېش، د دغه وزارت د بشري سرچينو، نظارت او ارزونې او تفتيش رياستونو استازي ملتيا کوي، تر دې وړاندې یاد پلاوي د لوګر، پکتيا، خوست، پکتيکا او زابل ولايتونو د شهيدانو او معلولينو چارو رياستونو ارزونه هم کړې چې د يادو رياستونو پر وړاندې یې د شته ستونزو او ننګونو د حل په موخه کوټلي ګامونه پورته کړي.