په میدان وردګ ولایت کې د څلویښتو شهیدانو کورنېو باندې د خوراکي توکو او نغدي رقم مرستې وویشل شوي

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۱۰:۵۰
mmd

په یادو مرستو کې چي )(۵۰۰۰( نغدي افغانې او همدارنګه په خوراکي توکو کې ( اوړه، غنم لوبیا، چاې، بوره او دال) شامل وو، د میدان وردګ ولایت د والي ښاغلي حافظ محمد امین عمري لخوا هغو کورنېو باندې چي دوه یا له دوو څخه زیات د کورنیو غړي له لاسه ورکړي وو د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ پر مستحقو کسانو باندې وویشل شوی.

د یادونې وړ ده هغو کورنېو چي دغه مرستې ترلاسه کړې وی د ښاغلي حافظ محمد امین عمري د مرستو د ویش څخه یې مننه وکړه او له نورو مرستندویه بنسټونو څخه یې وغوښتل چي له دوی سره خپلو مرستو لړۍ دوامداره وساتي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۹:۲۳
Background image

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یاد ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سفرونه ترسره کړل

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري شمس الامين زهير د شهیدانو کورنیو او معلولينو د وضعیت د ارزونې، هغوی ته د وړاندې شوو خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي او همداراز د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۳۹
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو اجراآتو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست کارکوونکو هر یوه محترم محمد یاسین ادیب او محترم امید رحماني یې ملتیا کوله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه، د (ZFA)خیریه مؤسسې سره د (۴۹) زره او (۷۰۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه لیک. . .

BACK TO NEWS