د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د پيامبر اعظم د پياوړتيا مرکز کارکوونکو سره وکتل

sadiq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۶ - ۱۴:۴۳
ds

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د پيامبر اعظم د پياوړتيا مرکز کارکوونکو سره وکتل

نن چهارشنبه د کب په ۶مه، د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حمیدالله فاروقي د پيامبر اعظم پياوړتيا مرکز له کارکوونکو سره ليدنه وکړه او د ياد مرکز په تړاو يې د هغوی ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه واوريدل.

د ناستې په پيل کې د مرکز مسوولينو ښاغلي فاروقي ته د نوي مسووليت مبارکي وويله او په چارو کې يې ورته د بريا هيله وکړه.

همدارنګه هر يوه د پيامبر اعظم د پياوړتيا روغتيايي مرکز د وضعيت د ښه والي، پرمختګ او خدمتونو د پراخولو په هکله د وزارت له مشرتابه سره خپل وړاندیزونه، لاسته راوړنې، ستونزې او غوښتنې شريکې کړې.

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي، د دوی د راتګ او نوي مسووليت د مبارکۍ له امله مننه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې پيامبر اعظم پياوړتيا مرکز د ښه والي او پراختيا لپاره به له شته امکاناتو په ګټنې لازم اجراات وکړي.

ښاغلي فاروقي ددې مرکز د پياوړتيا په موخه له روغتيا وزارت سره په ګډې همکارۍ او همغږۍ زياتولو ټينګار وکړ.

د ښاغلي فاروقي په خبره، چې د پيامبر اعظم پياوړتيا روغتيايي مرکز کې به د ظرفيتونو لوړولو لپاره کار وکړي او په دې تړاو په کور دننه او بهرنيو هېوادونو کې د جوړيدونکو کنفرانسونو لپاره به ډاکترانو ته د ګډون زمينې برابرې کړي، څو وتوانېږو چې د معلولينو لپاره ځوابويونکی او په اوسنۍ ټکنالوژۍ سمبال روغتيايي مرکز څښتنان شو.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لاښه والي په موخه، د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري عبدالکریم حلیمي په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، په یاده غونډه کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

. . .
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۲۳
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د ارچي ولسوالۍ ته سفر وکړ

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان د ارچي ولسوالۍ ته یې د سفر پر مهال یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو له بهیر، همداراز هغوی ته د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۱۹
Background image

د بغلان ولایت برکۍ او نهرین ولسوالیو ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس سفر

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو بهیر څخه د ارزونې په موخه د برکۍ او نهرین ولسوالیو ته سفر وکړ. . .

BACK TO NEWS