د بادغيس د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د شهيد اوونۍ ونمانځله

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۹ - ۱۲:۲۱
ddd

د بادغيس د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د شهيد اوونۍ ونمانځله

د بادغيس د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د تېرې سه شنبه (وږې۱۸)مه، د شهيدانو روحونو د ښاد ساتلو او ثواب په نيت د قرآنکريم د ختم مراسمو ترڅنګ د شهيد اوونۍ هم ونمانځله.

د شهيدانو اوونۍ د نمانځنې په مراسمو کې سيمه ييزو دولتي چارواکو، د ولايتي شورا غړو، مدني فعالانو، ديني عالمانو، د شهيدانو ورثينو او معلوليت لرونکو وګړو ګډون کړی و.

د مراسمو په پيل کې د بادغيس د شهيدانو او معلولينو چارو آمر لخوا، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت محترم وزير لعل الدين آريوبي د تسليت پيغام ولوستل شو.

د ښاغلي وزير صيب پيغام کې د شهيدانو د سرښندنو، قربانيو او وياړونو يادونه شوې وه او د شهيدانو د پاکو وينو پر مټ د ګټلي عزت، خپلواکۍ، عرضي تماميت او د هېواد له لوېشت لوېشت نه د دفاع په وياړ د هغوی له قربانيو د درناوی ترڅنګ د يادو وياړونو د ساتنې غوښتنه شوې وه.

د ښاغلي آريوبي صيب په پيغام کې ولايتي آمرينو ته لارښوونه شوې وه، چې د شهيدانو ورثينو او معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د غوره ژوند اسانتياوې ورته برابرې کړي.

د غونډې نورو ويناوالو هم د شهيدانو سرښندنو ته د درناوي او احترام ترڅنګ د هغوی د لارې پر تعقيب ټينګار وکړ او ناسته د شهيدانو روحونو ته د دوعا په پار د لاسونو په پورته کولو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۷
Background image

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس یو شمېر ولسوالیو ته سفر وکړ

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزونې او د هغوی ستونزو او غوښتنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۹:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئيس معرفي او چارې يې پیل کړې

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او وړاندیز له مخې محترم مولوي محمد نبي وهاج د پکتیکا ولایت د شهیدانو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۹
Background image

د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د دې ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سفر وکړ

د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزونې او د هغوی ستونزو او غوښتنو ته د ښې رسیدګي په موخه د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس. . .

BACK TO NEWS