د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د شهید اونۍ ونمانځله

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۹ - ۹:۳
mmd

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د شهید اونۍ ونمانځله

د شهید اونۍ د نمانځنې په موخه لومړی د قران عظیم الشان ختم ترسره شو او ورپسې بیا رسمي نمانځغونډه پیل شوه، چې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د جمهور رییس سلاکار عمرا خان منیب، د نظامي چارو مرستیالې صبري اندړ، رییسانو، مشاورینو، کارکوونکو او بهرنیو مېلمنو ګډون درلود.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي د طبیعي پېښو وروستیو او د هېواد د ټولو شهیدانو روح ته د دعا او کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل وویل: ټول افغانان دردمن دي او هر کور شهیدان ورکړي دي، د ټولو قربانۍ او سرښندنې د ستاینې او قدر وړ دي.

ښاغلي آریوبي زیاته کړه، چې افغانانو د خپلې خپلواکۍ د ساتلو لپاره هیڅ یرغلکر ته سر نه دی ټیټ کړی او د شهادت د مقام په ګټلو سره یې ماته ورکړې ده. نوموړي څرګنده کړه، چې د ملي یووالي، سولې او د هېواد د پرمختک په لاره کې ټول شهیدان د قدر وړ دي او ټول یې باید د قربانیو درناوی وکړو.

ښاغلي آریوبي ځوان نسل ملي یووالي او د یو بل زغملو ته راوباله وویل، چې د روانو ستونزو یوازینی حللاره د تېرو بدو تحربو نه تکرار او هېرول او په ملي فکر د یوې مشخصې برنامې پر اساس افغانستان لپاره کار کول دي، تر څو سوله تامین او ټول د هوسا ژوند خاوندان شو.

د جمهور رییس سلاکار عمرا خان منیب شهادت لوړ مقام وباله وویل، چې شهیدان ژوندي دي، ځکه د خاورې د خپلواکۍ او دفاع په لاره کې دې مقام ته رسېدلي دی. د دې ورځې د نمانځنې په اړه یې څرګنده کړه چې راتلونکو نسلونو ته بنسټیز پیغام وړاندې کوي.

د کامګار انستیتیوت عمومي رییس محمد نبي بره کي د شهید اونۍ په ویاړ د شهیدانو ورثې ته د اقتصاد، ژورنالېزم، انګلیسي ژبې او کمپیوتر ساینس په برخو کې د ۴۰۰ وړیا سکالرشیپونه ډالۍ کړل، چې د وزارت د وزیر له لوري یې ستاینه او قدرداني وشوه.

ورپسې د وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري د هېواد د ۳۴ ولایتونو د ملي شهیدانو په اړه جوړ شوی ویډیویي کلیپ نندارې ته وړاندې شو او ځوان شاعر جمعه نور مجبور د شهید سرتیري تر سرلیک لاندې خپل نظم ولوست چې د ګډونوالو احساسات یې راوپارول.

د وزارت مقام سلاکار محمد دین قانع، د جندر سلاکارې صفیې صدیقي او د ولایتي چارو همغږې کوونکې نجیبې رحماني د هېواد د شهیدانو د مقام او قربانیو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او د ملي یووالي د ټینګښت په موخه یې د یو بل زغمل د شهیدانو اساسي ارمانونه وګڼل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۴۸
Background image

په کاپیسا ولايت کې پر (٢٠٠) مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کاپیسا ولایت کی د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د( ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، چې په يادو مرستو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۴۵
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او خپله دنده یې رسماً پيل کړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او وړاندیز له مخې، محترم قاري عبدالکریم حلیمي د تخار ولایت د شهیدانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۴۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د ننګرهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (ZFA) مرستندويه مؤسسې په همغږۍ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې درې بورې اوړه، درې بوتله غوري، وریجې. . .

BACK TO NEWS