په کنړ ولايت کې پر سلګونو تنو یتیم زده کوونکو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۱۶

د کنړ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د اچ، اچ، آر، ډي نړېوالې مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۲۵۰) تنو یتیم زده کوونکو باندې د خوراکي او غیر خوراکي توکي مرستې ووېشلې، همداراز هر مستحق سره د اختر لپاره جامې او یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.

د کنړ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس  محترم مفتي عبيدالله حقاني د يادې مؤسسې له مسؤلينو څخه مننه وکړه چې د روژې په مبارکه مياشت کې د دې اړمنو کسانو لاسنيوی کړی دی، نوموړي همداراز په راتلونکي کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د لازياتو مرستو د چمتو کولو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۹:۱۹
Background image

په کابل کې له یوه اړمن یتیم سره د (۲۸۷۰) ډالرو په ارزښت د مسافر وړونکې ریکشا مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مستحقو یتیمانو د ملاتړ په موخه، د بشري مرستو د خیریه مؤسسې په همکارۍ، د کابل ښار د دولسمې ناحیې اوسېدونکي سبحان‌الله ته د (۲۸۷۰) ډالرو په ارزښت د یوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

د هلمند ولایت پر (١٠) تنو مستحقینو باندې زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي میر احمد منیر په مشرۍ په یاد رياست کې اداري غونډه ترسره شوه چې پکې د رياست اړوند کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم. . .

BACK TO NEWS