په کنړ ولايت کې له یو شمېر معلولینو سره د اقتصادي ځان بساینې په موخه مرستې ترسره شوې

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۰:۵۹
mmd

د کنړ ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست د ميرمنو لپاره د مهارتونو د زده کړو او تحقيق مؤسسې سره په همغږۍ په دې ولايت کې (۱۲) تنو معلولینو ته د اقتصادي ځان بساینې په موخه مرستې ووېشلې چې په يادو مرستو کې هر معلول ته د اووه سوه او پنځوس (۷۵۰) امریکايي ډالرو په ارزښت (۴۶) ډوله اجناس او توکي خریداري او د هغوی په واک کې ورکړل شول.

د یادې مرستې د وېش پر مهال د کنړ ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مفتي عبیدالله حقاني د یادې مؤسسې له مرستو څخه  مننه وکړه چې د یاد اړمن قشر لاسنیوی کړی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۳۸
Background image

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د رئیس محترم الحاج ملا فیض الله جواد په مشرۍ ترسره شوه چې په کې د ریاست اړوند ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۳۴
Background image

شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د قمر خیریه بنسټ ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په نیمروز ولایت کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ په موخه د قمر خیریه بنسټ سره د یو میلیون (۵) لکه او زر افغانیو په مجموعي ارزښت د همکارۍ هوکړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲۸
Background image

په ننګرهار ولایت کې (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو مرستې ترلاسه کړې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ په یاد ولایت کې (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې اوړه،. . .

BACK TO NEWS