په هرات ولایت کې پر (۶۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل شول
د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۶۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل، همداراز هر مستحق سره د لارې کرایې په موخه یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.
یاد ویلچرونه د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو په شتون کې پر مستحقو کسانو ووېشل شول.
