په ننګرهار ولایت کې یوسل او شپیتو (۱۶۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو مرستې ترلاسه کړې
په ننګرهار ولایت کې د (HHRD) خیریه مؤسسې له لوري او د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ پر (۱٦۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې اووه (۷) قلمه خوراکي توکي وویشل شول.
په ورته وخت کې د یادې مؤسسې له لوري هرې کورنۍ ته (۶۵۲۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې.