په ننګرهار ولایت کې اوه سوه (٧٠٠) د کونډو یتیمانو، معلولینو او بیوزله کورنېو د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې
په ننګرهار ولایت کې د لیف خيريه مؤسسې له لوري او د یاد ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست په همغږۍ پر اوه سوه (٧٠٠) د کونډو یتیمانو، معلولینو او بیوزله کورنېو باندې نه (٩) قلمه خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، غوړي، لوبیا، نخود، بوره، چای، مکروني مالګه او همداراز ژمني توکي شامل وو، وویشل شول.
د یادو مرستو د ویش پر مهال د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ښاغلي محمد صابر ځواک کونډو او یتیمانو ته د خیریه مؤسسو څخه د مرستو د جلب ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه:" موږ دې اړمن او بیوزله قشر ته د خدمت په موخه ګمارل شوي یو او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو او همداراز هغوی ته د خیریه بنسټونو د مرستو په را جلبولو کې به خپلې هر اړخیزې هڅې جاري وساتو تر څو د دې اړمنو خلکو لاسنیوی وشي."
د یادونې وړ ده چې یادې مرستې د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې پر مستحقو کورنېو باندې وويشل شوې چې د ننګرهار ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس سربېره، د ياد ولایت د اقتصاد رئيس او د ليف خیریه مؤسسې مسؤلینو هم حضور درلود.