په فاریاب ولایت کې پر (۲۵۰) مستحقو کورنېو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۹:۱۳
mmd

 

د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو یوې خیریه مؤسسې د دې ولایت په ګرزیوان او بلچراغ ولسوالېو کې د شهیدانو او معلولینو پر (۲۵۰) مستحقو کورنېو باندې ژمني توکي چې په هغه کې کمپلې، البسه، د ګاز ډبې او نور وسایل شامل وو، په شفاف او منظم ډول ووېشل.

د مرستو د وېش پر مهال د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو  ریاست مسؤلینو د یادې خیریه مؤسسې د هڅو او ملاتړ څخه مننه وکړه او له نورو خیریه مؤسسو او مرستندویه بنسټونو یې وغوښتل چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د مرستو په برابرولو کې له دې ریاست سره پوره همکاري وکړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه، د (ZFA)خیریه مؤسسې سره د (۴۹) زره او (۷۰۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه لیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۷
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مقام د لزوم دید او وړانديز پر اساس محترم مولوي میر احمد منیر د هرات ولایت د شهیدانو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۲۳
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي او خپلې چارې پيل کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د محترم مقام د لزوم دید او وړاندیز له مخې محترم قاري عبدالسلام د نیمروز ولایت د. . .

BACK TO NEWS