په غزني ولايت کې پر (۹۷) تنو مستحقو کسانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې
یادې مرستې د یوې خیریه مؤسسې له لوري د غزني ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست په همغږۍ چې (۲۹۱) زره افغانۍ کيدلې پر (۹۷) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې په شفاف ډول ووېشل شوې او هر مستحق(۳۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستو په توګه ترلاسه کړې.