په غزني ولايت کې د فني او حرفوي زده کړو (۹۷) تنو زده کوونکو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

د غزني ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست تر څارنې لاندې د HHRD مؤسسې له لوري شپږ میاشتې وړاندې (۹۷) تنو په شرایط برابر کسانو ته چې (۳۴) تنه یې یتیمان او معلولین وو، د خیاطۍ او موبايل ترمیم په برخو کې او همداراز (۶۳) تنو کونډو ته د هغوی د اقتصادي ځان بساینې په موخه د چرګانو رزونې په برخه کې زده کړې ورکړل شوې.
د فني او حرفوي زده کړو د زده کوونکو په فراغت غونډه کې د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوی محمدانور برادر، د اقتصاد رئیس محترم مولوي محمد نادر شریف، د شهیدانو او معلولینو چارو آمر محترم مولوي سید محمد ابوعرفان، د (HHRD) مؤسسې د برنامو همغږی کوونکی محترم انجنیر شاکرالله امین او يو شمېر نورو کارکوونکو ګډون درلود.
د دې غونډې ګډونوالو هيله څرګنده کړه، چې نورو ځوانانو ته هم ورته پروګرامونه په لاره واچول شي تر څو هغوی هم وکولای شي له دې لارې خپلې کورنۍ ته حلال رزق وګټي.
د يادونې وړ ده، چې فارغو شويو کسانو ته د خپلو اړوندو مسلکونو وسايل او ابزار هم ووېشل شول.