په بلخ ولايت کې پر (۵۹) مستحقو یتیمانو او کونډو باندې مرستې ووېشل شوې
د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د سمرقند خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۹) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې د خیاطۍ ماشینونه او کور وسایل ووېشل شول.
د یادونې وړ ده چې د لړم مياشتې په ترڅ کې په دې ولايت کې پر (۲۲۳) تنو یتیمانو او معلولینو باندې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشل شوي دي.