د ډېټابېس او معلوماتو رئیس او ورسره مل تخنیکي او مسلکي پلاوي په څلورو ولایتونو کې د نوي الکټرونیکي سیسټم له چارو څخه ارزونه ترسره کړه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم مولوي باقي بالله فضلي په مشرۍ یو تخنیکي پلاوي د زابل، ارزګان، دايکندي، غور، بادغيس او فاریاب ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاستونو کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د نوي الکټرونیکي سیسټم له فعالولو وروسته جوزجان، سرپل، بلخ او سمنګانو ولایتونو ته یې سفرونه وکړل.
یاد پلاوي د دې سفرونو په ترڅ کې د جوزجان، سرپل، بلخ او سمنګانو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاستونو کې د نوي الکټرونیکي سیسټم له چارو څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه او په سیسټم کې شته ستونزو ته بشپړه رسیدګي وشوه.
همداراز د محترم مولوي باقي بالله فضلي له لوري د نوي الکټرونیکي سیسټم اړوند کارکوونکو ته د سیسټم د پرمختيا او د دې پروسې د چټکتيا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.