د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس په سوېل ختیځ زون کې د یوناما د سیاسي دفتر استازولې له مسؤلینو سره وکتل
د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي وهاج په سوېل ختیځ زون کې د یوناما سیاسي دفتر استازولې له مسؤلینو وکتل، په دې کتنه کې د پکتیکا ولایت اړوند یتیمانو، کونډو او معلولینو پر وړاندې شته اقتصادي او ټولنیزې ستونزې له یادو مسؤلینو سره شریکې کړل شوې او د دې اړمن قشر لپاره د مرستو د چمتوکولو غوښتنه وشوه.
په ورته وخت کې د یوناما سیاسي دفتر مسؤلینو هم ژمنه وکړه چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو ستونزې او غوښتنې به تر خپلو چارواکو ورسوي تر څو د دې قشر لپاره په بېلابېلو برخو کې مرستې چمتو شي.