د پکتیا ولایت په شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د بایومټریک پروسه پیل شوه

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۰ - ۸:۵۵
mmd

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د پکتیا ولایت په شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې جوړه شوې وه، په هغې کې د پکتیا ولایت مرستیال والي، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د دېټابیس رئیس ښاغلي ملا رحمت الله خالد، د نوموړي ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ښاغلي مولوي محمد نبي او ځینو نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.

 په یاده غونډه کې د پکتیا ولایت مرستیال والي د یتیمانو د پالنې پر اهمیت خبرې وکړې او د‌ هغوی سره مرسته او د‌ هغوی لاسنيوی نیک او غوره دنده  وبلله.

 د یادې غونډې په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دېټابیس رئیس ښاغلي ملا رحمت الله خالد د بایومټریک پروسې د اهمیت او ارزښت  په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې او د معلولینو، کونډو او یتیمانو د تثبیت په پروسه کې د شفافیت او روڼتیا رامنځته کولو لپاره یې د بایومټریک پروسه اړینه او مهمه وبلله

په ورته وخت کې د پکتیا ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئیس ښاغلي مولوي محمد نبي په تیر کال کې د نوموړي ریاست د لاسته راوړنو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، نوموړي  همداراز یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د میاشتنې نغدي مرستو د‌ ورکړۍ په هکله هم خبرې وکړې او همداراز ډاډ یې ورکړ چې یاد ریاست به معلولینو او یتیمانو ته به په شفاف ډول خدمتونه وړاندې کوي‌.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۵۱
Background image

په بلخ ولايت کې پر (۴۰) مستحقو یتیمانو باندی نغدي مرستې وویشل شوې

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د اسلامي رفاه خیریه مؤسسې په همکارۍ د مزار شريف ښار د څلورمې او نهمې ناحیو اړوند پر (۴۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، د پلان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۴۸
Background image

د ننګرهار ولايت (۳۰۰) تنو مستحقو یتیمانو د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې

د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د (HHRD) مرستندويه مؤسسې په همکارۍ پر (۳۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې، په یادو مرستو کې اوړه، غوړي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۴۷
Background image

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست اړوند، د خالي بستونو د ډکولو په موخه ازموینه واخیستل شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د کارکوونکو چارو ریاست له لوري کار اهل کار ته د سپارلو او د شفافیت او وړتیا اصل په نظر کې نیولو سره، د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست. . .

BACK TO NEWS