د پکتيکا ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس د دې ولایت د عامې روغتيا له رئيس سره وکتل
په دې کتنه کې د پکتيکا ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد نبي وهاج معلولينو ته په مرکز او ولسوالېو کې د روغتیايي اسانتياوو برابرولو او صحي خدمتونو ته د هغوی د لاسرسي او يو لړ نورو مهمو موضوعاتو په تړاو خبرې وکړې.
محترم مولوي محمد نبي وهاج د دې ولایت د روغتیا رياست له رئيس څخه وغوښتل تر څو معلولینو ته چې اقتصادي ستونزې لري، د درملو او نورو صحي خدمتونو په برخو کې پوره پاملرنه وکړي.
په ورته وخت کې د پکتيکا ولایت د عامې روغتیا رئيس هم ډاډ ورکړ چې دوی به له معلولینو سره شته امکاناتو ته په کتو مرستې وکړي او هغوی ته به، په ښه ډول روغتیايي خدمتونو وړاندې کړي.