د پارالمپيک ویلچیر باسکټبال ملي لوبډلې د حنالاهود نړیوال کپ وګاټه

mmd_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۹ - ۱۴:۳۷
1

د پارالمپيک ویلچیر باسکټبال ملي لوبډلې د حنالاهود نړیوال کپ وګاټه

د معلولیت لرونکو وګړو د پارالمپيک ویلچیر باسکټبال ملي لوبډلې ۵ هېوادونو ته په ماتي ورکولو سره دغه جام په خپل نوم کړ.

د پارالمپيک ویلچیر باسکټبال ملي لوبډلې تېره ورځ هېواد ته راستنه شوه چې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د لوړپوړو چارواکو  لخوا یې هر کلی وشو.

دغه سیالۍ د میزان له لومړۍ  څخه  تر شپږمې نېټې پورې د لبنان هېواد کې په لاره اچول شوې وې، چې په کې افغان لوبډلې خپلو سیالو لوبډلو لېبیا، فلسطین ، سوریه او لبنان ته په ماتې ورکولو سره د (حنالاهود) نړۍ وال کپ هېواد ته راوړ.

دا دوهم ځل دی چې د پارالمپيک  ویلچیر باسکټبال ملي لوبډله د (حنالاهود) نړیوالې سیالۍ ګټي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې زرګونو تنو مستحقو کسانو ته مرستې ويشلي دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر (۲۸۴۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS