د هلمند ولایت په دوو ولسوالېو کې د شهيدانو او معلولینو چارو رياست اړوند مدیریتونو د کړنو او فعاليتونو څخه ارزونه ترسره شوه
د هلمند ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري ټاکل شوی پلاوی چې په ترکیب کې یې د یاد ریاست د مالي او اداري چارو مدیریت او د اجرائیه مدیریت استازي شامل دي، د دې ولايت په نادعلي او باباجي ولسوالېو کې د یاد ریاست اړوند مدیریتونو د کاري بهیر څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.
ياد پلاوي همداراز اړوند کارکوونکو ته د اداري چارو د لا ښه ترسره کولو او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د پر وخت او غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.