د هرات ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې وروستی راپور
![fdf](/sites/default/files/2020-05/9606ef0a-0096-46ac-af27-646b3e6502d0_18.jpg)
د هرات ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې وروستی راپور
د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت د راپور له مخې د دې ولایت د (۲۲۰۰) تنو نظامې شهیدانو له ډلې د (۱۵۳۰) شهیدانو د شپږو میاشتو حقوق د دوی بانکي حسابونو ته استول شوي دي او د پاتې (۶۷۰) شهیدانو حقوق تر پروسس لاندې دي. دوی ته (۹۵۰۶۰۱۴۶) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه.
همدارنګه د (۲۵۷) تنو نظامې معلولینو څخه (۲۴۰) تنو خپل حقوق ترلاسه کړي دي او د پاتې (۱۷) کسانو حقوق هم تر کار لاندې دي، چې د کاري پروسې له بشپړېدو ورسته به یې بانکي حسابونو ته ولېږدول شي. دوی ته (۲۷۵۲۲۰۱۶) افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې ده.
د (۱۰۴۲۲) تنو ملکي شهیدانو حقوق هم د پروسس په حال کې دي او (۴۵۰۰۰۰۰۰۰) بودیجه ځانګړې شوې ده. همدا ډول د (۳۵۱۱) تنو ملکي معلولینو له ډلې (۵۹۰) کسانو خپل حقوق ترلاسه کړي دي، چې (۱۵۸۴۰۰۰۰) افغانۍ بودیجه مصرف شوې ده. د پاتې (۲۹۲۱) معلولینو حقوق تر کار لاندې دي او دوی ته (۱۹۵۱۸۰۰۰۰) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.