د نظامي شهیدانو وارثینو او نظامي معلولینو ته د هندوستان هېواد د تحصیلي بورسونو خبرتیا

mmd_admin
;ic

د نظامي شهیدانو وارثینو او نظامي معلولینو ته د هندوستان هېواد د تحصیلي بورسونو خبرتیا

 

دوست هېواد هندوستان د نظامي شهیدانو وارثینو او نظامي معلولیت لرونکو وګړو د ظرفیت لوړونې او بشري سرچینو د پیاوړتیا لپاره  په لېسانس برخه کې ۳۷۷ تحصیلي بورسونه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ته ځانګړي کړي دي او وزارت یې د شهیدانو او معلولیت لرونکو وګړو د حقوقو او امتیازاتو قانون د ۱۰ او ۱۹ مادو پر بنسټ په شرایطو برابرو کسانو ته ویشي. په مرکز کې د لوړو زده کړو مینه وال او په شرایطو برابر کسان کولای شي د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او په ولایتونو کې د دې وزارت آمریتونو ته مراجعه وکړي. د ازموینې فورمه له https://www.mohe.gov.af/prs/scholarship  لینک څخه ترلاسه او په انلاین توګه ډکه کړئ.

د بورسونو شرایط:

- د تابعیت تذکره

- شهادت نامه یا د معارف د اړوند ریاست له لوري درې کلنې تایید شوې نمرې

- انګلیسي ژبه یې زده وي

- عمر یې ۱۸ څخه تر ۳۰ کالو پورې وي

د شهید شرعي وثیقه خط، چې د درخواست کوونکي نوم پکې لیکل شوی وي او د درخواست کوونکي معلولیت لرونکي شخص  کتابچه

- په انلاین توګه د ډکې شوې فورمې کاپي

د نورو معلوماتو لپاره په لاندې شمېره اړیکه ونیسئ:

۰۷۰۶۶۸۶۴۱۵

نوت: له دې امتیاز څخه یوازې د ملکي شهیدانو هغه وارثین او ملکي معلولیت لرونکي وګړي، چې نوم یې په وثیقه لیک کې درج او معلولیت یې د زده کړو خنډ نه شي، ګټه اخیستلای شي.

د پروسې د پای نېټه: چهارشنبه د ۱۳ قوس ۱۳۹۸

د شکایت پر مهال په دې شمېره او برېښنالیک اړیکه ونیسئ:

شمېره: ۰۷۸۲۷۰۰۸۰۰

برېښنالیک  aryubi.mmd@gmail.com :

خبرتیاوې

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳ - ۱۶:۱۵
Background image

مستقبل د لوړو زده کړو موسسی خبرتیا

د مستقبل د لوړو زده کړو موسسه د افغانستان د اسلامي امارت د مجاهدینو او کارکوونکو د علمي سویی او ظرفیت لوړاوی په موخه په لاندي پوهنځیو کې د ځانګړي تخفیف په ورکولو سره د ۱۴۰۱ لمریز . . .
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۰:۳۲
Background image

خبرتیا!

د ملی عمل درېیم پروګرام کې د شمولیت په مو خه د ټولنې بېلابېلو پر ګنو وړاندېز شویو موضوع ګانو را ټولولو په موخه د افغانستان پرانیستې دولت دارۍ مشارکت اعلامیه

دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۱۵:۳۰
Background image

خبرتيا!

د يادونې وړ ده، چې د ياد فورم تر ډکولو پورې، د شهيدانو ورثې معاشونه ځنډول کېږي.

Back to announcements