د نظامي شهيدانو او معلولينو د اسنادو د ترتيب بهیر کې دې ستونزې په نښه او حل شي
د نظامي شهيدانو او معلولينو د اسنادو د ترتيب بهیر کې دې ستونزې په نښه او حل شي
د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت د نظامي شهيدانو او معلولينو چارو د انسجام مرستيالې صبرۍ اندړ د نظامي شهيدانو او معلولينو د اسنادو د ترتیب او روڼتیا په موخه د دفاع وزارت، کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت عمومي ریاست استازو سره وکتل.
آغلې اندړ د نظامي شهيدانو او معلولينو د اسنادو په ترتيب کې د شته ستونزو پر حل ټينګار وکړ او د يادو نظامي ارګانونو څخه یې غوښتنه وکړه چې د نظامي شهيدانو او معلولينو د هویت اسناد دې په سمه او شفافه بڼه ترتیب شي، تر څو ياده پروسه په بشپړه توکه رڼه او منظمه شي. نوموړې په دې برخه د یادو ادارو تر منځ د همغږۍ پر پیاوړتیا هم تاکید وکړ.
اندړ زیاته کړه، چې د اسنادو د روڼتیا لپاره هڅې کوي او غیر قانوني او غیر مستحق خلک به له سیستم څخه وباسي تر څو مستحقو خلکو ته حقوق او نور امتیازات په وخت ورسیږي .
