د نابینایانو نړیواله ورځ به په شانداره توګه ونمانځل شي

mmd_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۷ - ۱۴:۴۵
1

د نابینایانو نړیواله ورځ به په شانداره توګه ونمانځل شي

 

نن سه شنبه د ( تلې میاشتې ۱۶) د معلولیت لرونکو وګړو په برخه کې فعالو موسسو استازو د غازي امان الله خان د غونډو په تالار کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي سره وکتل.

 

په دې ناسته د نابینایانو د نړیوالې ورځې د ښې نمانځنې په اړه د یادو موسسو استازو خپل نظرونه شریک او لازمې پرېکړې ترسره شوې.

 

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي آریوبي د نابینایانو نړیوالې ورځې د نمانځنې په اړه د یادو موسسو د استازو دا مشترکه ناسته ښه اقدام وګڼه او غوښتنه یې وکړه، چې د دې ورځې په اړه د عامه پوهاوي د زیاتېدو لپاره دې د پوهاوي بېلابېل پروګرامونه پیل شی.

 

د یادونې وړ ده، چې د نابینایانو نړیواله ورځ د اکتوبر میاشتې ۱۵ نېټه ده او دا ورځ په نړیواله کچه نمانځل کېږي. له ښه مرغه دا ځل افغانستان هم د دې ورځې د نمانځنې ویاړ لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS