د معلولينو د بیا ځواکمنتيا ریاست د ذهني او رواني څانګې نوی آمر معرفي او په کار يې پيل وکړ

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۱۶:۱۶
mmd

د معرفي په دې غونډه کې د معلولینو د بیا ځواکمنتيا رئيس محترم مولوي عبدالنافع منتفع، د استخدام آمر محترم الحاج محمد انور سخي زاده، د سوانحو او ارزونې آمر محترم کریم الله فاروقي او د یاد ریاست کارکوونکو ګډون درلود.

محترم علي خان احمدي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او هدایت پر اساس د یاد وزارت د استخدام آمر محترم الحاج محمد انور سخي زاده له خوا د ذهني او رواني بیا ځواکمنتيا د نوي آمر په توګه کارکوونکو ته وروپېژندل شو.

په دې پروګرام کې د معلولینو د بیا ځواکمنتيا رئيس محترم مولوي عبدالنافع منتفع خبرې وکړې او زیاته یې کړه: زمونږ هڅه او کوښښ دا دې تر څو د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته په روغتیایي برخو کې لا ډيرې آسانتیاوې رامنځ ته کړو تر څو هغوی د معیاري خدمتونو څخه برخمن شي.

د نوي آمر د معرفي کولو په غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د استخدام آمر د خبرو په ترڅ کې په اداره کې تغییر او بدلون یو اصل وګاڼه او نوي آمر ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه. نوموړي همداراز د یاد ریاست له کارکوونکو څخه وغوښتل چې ورسپارل شوي مسؤلیتونه په پوره اخلاص ترسره کړي.

په دې مراسمو کې د ذهني او رواني بیا ځواکمنتيا نوي آمر محترم علي خان احمدي هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه: یتیمان، کونډې او معلولین د ټولنې تر ټولو زیانمن قشر دی، موږ باید په پوره همغږۍ او مسؤلیت سره هغوی ته لا ښه خدمتونه وړاندې کړو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۹:۴
Background image

په بغلان ولايت کې پر یو شمېر مستحقو کسانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست له لوري پر (۲۷) تنو مستحقو یتیمانو نغدي مرستې ووېشلې.

د‌ یادو مرستو د وېش پر مهال د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د بهرنيو اړيکو‌، پلان او تقنین چارو رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د ښه سمون په موخه د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د بهرنيو اړيکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم ملا صدوخان حق شناس په مشرۍ په ياد رياست کې اداري غونډه ترسره شوه چی په هغه کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۸:۴۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د کورنۍ پلټنې او د څارنې او ارزونې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې او د څارنې او ارزونې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې په ترڅ کې یې د کاري بهیر د لا ښه والي، مؤثرې همغږۍ او د کړنلارو د دقیق. . .

BACK TO NEWS