د مجاهدینو د جهادي خدمت د فورمو د جوړولو پر څرنګوالي د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت کې غونډه جوړه شوه

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۱۱:۴۷
mmd

په دې غونډه کې ټاکل شوې کمیټې د مجاهدینو د جهادي خدمت په قدم، ترفیع او تقاعد کې د محاسبې فورمې پر څرنګوالي هر اړخیز بحث  وکړ او د یادې فورمې د لا غني کولو په موخه یې لازم وړاندیزونه مطرح کړل.

په دې غونډه کې ټاکل شوې کمیټې چې د یاد وزارت د بشري سرچينو رئيس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، ، د مالي او حسابي چارو رئيس محترم قاري محمد امین درویش، د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د داخلي تفتيش رئيس محترم مولوي احسان الله حقاني او د څارنې او ارزونې رئيس محترم مولوي نورالحق حقاني د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئیس مفتي فیصل خاموش يې غړيتوب لري، ګډون کړی وو .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS