د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د ولسوالېو اړوند او د دې رياست اداري مدیرانو ته روزنیز ورکشاپ دایر شو

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۸:۱۲
mmd

یاد روزنیز ورکشاپ چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ د نوې پریکړې پر بنسټ د فارياب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د ولسوالېو مدیرانو او د دې رياست اداري مدیرانو ته په لاره اچول شوی وو، په هغه کې د ادارې او مدیریت په برخو کې او همداراز د تثبیت او ثبت شویو یتیمانو، کونډو او معلولینو د بیاځلې تصفیې په اړه لازمې لارښوونې وشوې او په ورته وخت کې د ډیټابیس له مخې د پورتنېو کسانو لیستونه ترتیب او د تصفیې او پلټنې په موخه اړوندو مدیرانو ته وسپارل شول همداراز د کلني پلانونو ترتیب شوي فارمټونه هم دوی ته وویشل شول تر څو د هغه پر بنسټ خپلې دندې تنظیم کړي.

د يادونې وړ ده چې په ياد روزنیز ورکشاپ کې د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نادر خالد هم حضور درلود.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۰
Background image

په کابل کې (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د آلمان هېواد د یوه وګړي په مالي ملاتړ د یتیمانو د اقتصادي ودې او پرمختګ په موخه د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو ته د خياطۍ، موبایل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۵۰) تنو یتیمانو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د ملاتړ، د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د پر وخت او سمې رسېدنې په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس محترم مفتي شرافت سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د مالي او حسابي. . .

BACK TO NEWS