د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د ياد ولايت دوو ولسوالیو ته سفرونه ترسره کړل

asad_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۷

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش په مشرۍ يو پلاوي ده یک او اندړو ولسواليو ته د سفرونو په ترڅ کې د مجردو شهیدانو کورنیو سره له نږدې ليدنه وکړه، د هغوی احوال یې له نږدې واخیست، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واوریدې او اړتیاوو ته یې د بشپړې رسېدنې ډاډ ورکړ.

هغه همداراز د یادو کورنیو د اقتصادي ستونزو د حل په موخه یو اندازه نغدي مرستې هم ترسره کړې، له ټولو یې د اسلامي نظام د بقاء لپاره او د امارت د رهبرۍ د حفاظت د دعاء غوښتنه وکړه.

همداراز نوموړي یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د اغېزمنو خدمتونو وړاندې کولو او د هغوی د کور په کور سروې د بهير د لا ښه والي په موخه اړوندو مدیرانو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

د دې سفرونو پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یادو ولسوالیو له مسؤلينو سره وکتل او د هغوی څخه یې د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د لا خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د تل په څېر د نورو همکاریو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۷
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مقام د لزوم دید او وړانديز پر اساس محترم مولوي میر احمد منیر د هرات ولایت د شهیدانو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۲۳
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي او خپلې چارې پيل کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د محترم مقام د لزوم دید او وړاندیز له مخې محترم قاري عبدالسلام د نیمروز ولایت د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۲۱
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

 د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست اداري غونډه د یاد ریاست د مسؤلینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې د اداري چارو د ښه تنظیم، د کاري بهیر د چټکتیا، د. . .

BACK TO NEWS