د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وکړو ته باید پاملرنه زیاته شي

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳ - ۷:۲۷
mmd

د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وکړو ته باید پاملرنه زیاته شي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي په داسې حال کې، چې د نظامي شهیدانو او معلولینو چارو مرستیالې صبرۍ اندړ او د وزارت ویاند ضیاالحق فضلي یې ملتیا کوله، د ولسي جرګې لومړي مرستیال ښاغلي محمد میرزا کټوازي سره وکتل.

ښاغلي آریوبي په تېر څه باندې یو کال کې د وزارت د ترسره کړو فعالیتونو، اصلاحاتو، سیستم جوړونې او فساد سره د مبارزې په اړه معلومات وړانده کړه وویل، چې د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو ورثې د حقوقو ورکړې تر څنګ د دوی د ژوند د ښه والي په موخه مختلفو برخو کې بنسټیز کارونه ترسره شوي، چې پایله به یې په منځمهال او اوږدمهال کې محسوسه او د حساب وړ وي. ښاغلي آریوبي د وزارت د خپلواکه کېدو په برخه کې د ولس د استازو د هر اړخیز ملاتړ غوښتنه هم وکړه.

ښاغلي کټوازي یاد وزارت د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو ورثې د ملاتړ لپاره مهم وباله، ترسره شوي فعالیتونه یې وستایل او د نورې پراختیا هیله یې هم څرګنده کړه. ښاغلي کټوازي وویل، چې معلولین او د شهیدانو وارثین د ټولنې ستر او مهم قشر دی، باید زیاته پاملرنه ورته وشي. نوموړي همدارنګه د وزارت د خپلواکه کېدو په اړه هم مثبت نظر وړاندې کړ او دا یې د یاد قشر بنسټیز حق وګڼه، زیاته یې کړه، چې یو خپلواک بودیجوي واحد د دوی د ستونزو د حل او رسیدګي په برخه کې اغېزناک ثابتېدای شي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۵۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند پنجشېر ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د کارکوونکو د چارو رئيس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود او د مالي او حسابي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

BACK TO NEWS