د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یو شمېر یتیم ماشومانو او کونډو لپاره د کورونو جوړولو په موخه د قرعه کشۍ پروسه ترسره شوه

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۹:۲
mmd

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د غونډو په عمومي تالار کې جوړ شوی وو، په هغه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د شهیدانو چارو رئیس محترم مولوي روح الله نصرت، د پلان، پالیسۍ او بهرنيو اړیکو رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس، د ټولنیزو چارو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، ، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش د پرمختیایي پروژو د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د (HHRD) مؤسسې مسؤلینو، ځینو کارکوونکو او یو شمېر یتیمانو ګډون کړی وو.

په دې پروګرام کې محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د قرآن عظیم الشان او نبوي احادیثو په رڼا کې د قرعه کشي پر اهمیت تفصیلي خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د اسلام په سپېڅلي دین کې د قرعه‌ کشي اصل شته، چې موخه یې د عدالت او شفافیت تأمینول او د بدګومانۍ څخه مخنیوی دی، د شفافیت او بې‌طرفۍ په رامنځته کولو سره، د اختلافاتو او نارضایتیو مخنیوی کیږي، محترم شیخ صاحب همداراز د یتیمانو د ملاتړ په برخه کې د (HHRD) مؤسسې له مسؤلینو څخه هم مننه وکړه.

همداراز په دې پروګرام کې د (HHRD)  مؤسسې استازي محترم همایون نوري د یادې مؤسسې فعالیتونه تشریح کړل او یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره یې په بېلابېلو برخو کې د لا زیاتو مرستو د برابرولو ژمنه وکړه.

د یادې قرعه کشي په ترڅ کې د لسو (۱۰) تنو یتیمانو نومونه په قرعه کشي کې راوتل چې د هغوی لپاره به (HHRD)  مؤسسې له لوري د کابل ښار په اتمې، نهمې او دولسمو ناحیو کې مناسب کورونه جوړ شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS