د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د پلټنې او څیړنې د پلاویو د راپورونو د تحلیل او ارزونې د څرنګوالي په موخه غونډه ترسره شوه

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۶:۳

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکزي او ولایتي ریاستونو له لوري د ترسره شویو کړنو او فعالیتونو په تړاو د پلټنې او نظارت پلاويو د موندنو د هر اړخیز تحلیل او دقیقې ارزونې د څرنګوالي په موخه، د دې وزارت د مقام د دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست تر مشرۍ لاندې غونډه جوړه شوه.

یاده غونډه چې د دې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو په ریاست کې جوړه شوې وه، په هغه کې د ټاکل شوې کمېټې غړو هر یو د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم مولوي احسان الله حقاني، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش، د سوانحو او ارزونې آمر محترم کریم ‌الله فاروقي، د پالیسۍ او ستراتیژۍ کارپوه محترم ګل‌احمد عثماني او د مقام د دفتر  ریاستکارکوونکي محترم سید حامد هاشمي ګډون کړی وو.

د دې غونډې موخه د مرکزي او ولایتي ریاستونو له لوري د ترسره شویو کړنو او فعالیتونو په تړاو د پلټنې او نظارت پلاويو د موندنو د هر اړخیز تحلیل او دقیقې ارزونې د څرنګوالي په موخه د یوه جامع او مؤثر طرزالعمل ترتیبول وو، تر څو د پلاویو راپورونه په هدفمند ډول وڅیړل شي، شته خلاوې او نیمګړتیاوې په دقیقه توګه وپېژندل شي، اصلاح ته اړتیا لرونکي برخې سمې شي، او د موندونو پایلې به د وزارت له رهبري سره شریکې شي، چې په پایله کې به د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته خدمتونه په عادلانه، معیاري او مؤثر ډول وړاندې شي.

په دې غونډه کې د راپورونو د مؤثرې څيړنې، د خلاوو او نیمګړتیاوو د پیژندنې او د اصلاح وړ برخو په هکله مفصل بحث وشو. ګډونوالو د راپورونو د تحلیل د لا ښه‌ والي، د چک ‌لیستونو د ترتیب او یو شمېر نورو اړوندو مواردو په تړاو خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS