د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خوراکي توکو د چمتو کولو او د ویش په موخه د انساني مرستو د ټولنې له مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۱۲:۵
mmd

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د انساني مرستو د ټولنې د مؤسسې مرستیال محترم حبیب الله وردګ ترمنځ لاسلیک شو چې د هغې پر بنسټ به، په کابل ولایت کې یوسل او نوي (۱۹۰) تنو کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې، لوبیا  او مالګه شامل دي، وویشل شي.

د یاد هوکړه لیک د لاسلیک پرمهال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس  د یادې مؤسسې له مرستو څخه مننه وکړه او ویې ویل: د شهیدانو ورثه او معلولین د ټولنې اړمن قشر دی او په کار ده تر څو هغوی ته په لرې پرتو سیمو کې د څښاک صحي اوبو د برابرولو، د خوراکي توکو د چمتو کولو او د حرفوي زده کړو د زمېنې د برابرولو په برخو کې آسانتیاوې رامنځ ته شي.

په ورته وخت کې د انساني مرستو د ټولنې د مؤسسې مرستیال محترم حبیب الله وردګ د دې مؤسسې د کړنو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او په پورتنېو ذکر شویو برخو کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د دې پروژې ټوليز ارزښت نه زره (۹۰۰۰) امریکایي ډالره دی چې په کابل ولایت کې به تطبیق شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS