د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مستحقو معلولینو ته د ویلچرونو د چمتو کولو په موخه د دارالصدقه خیریه بنسټ سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۸ - ۱۵:۵۰
mmd

یاد هوکړه لیک چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د دارالصدقه خیریه بنسټ د رئیس محترم جمشید ایوبي ترمنځ لاسلیک شو چې د هغې پر بنسټ به په لوګر ولایت کې دوه سوه (۲۰۰) تنو معلولینو ته ویلچرونه وویشل شي.

د یاد هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس د دارالصدقه خیریه بنسټ څخه مننه وکړه چې د دې اړمن قشر (یتیمانو، کونډو او معلولینو) لاسنيوی کوي، په ورته وخت کې د یاد خیریه بنسټ رئیس محترم جمشید ایوبي یاد قشر ته د مرستو د چمتو کولو په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

د دې پروژې ټوليز ارزښت یو میلیون او شپږ لکه او څلور څلویښت زره (۱۶۴۴۰۰۰) افغانۍ دی چې په لوګر ولایت کې به تطبیق شي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم نوموړي خیریه بنسټ یتیمانو او کونډو ته د خوراکي توکو مرستې او معلولینو ته ویلچرونه ویشلي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۵۰) تنو یتیمانو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د ملاتړ، د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د پر وخت او سمې رسېدنې په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس محترم مفتي شرافت سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د مالي او حسابي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) نړيوالې مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره د څه باندې یو میلیون او (۳۴۵) زره افغانیو په مجموعي ارزښت د همکارۍ. . .

BACK TO NEWS