د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شېخ صاحب عبدالحکیم حقاني نن په خپل کاري دفتر کې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان له سفیر محترم مولوي بدرالدین حقاني سره وکتل

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۲:۵۷
mmd

 

په پیل کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شېخ صاحب عبدالحکیم حقاني د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت شویو ارقامو، هغوی ته د میاشتنۍ نغدي مرستو د څرنګوالي، د خیریه بنسټونو، مؤسسو او خیرخواه اشخاصو له لوري هغوی ته د مرستو راجلبولو او د یتیمانو د کفالت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت پرته له کوم تبعیضه د اسلامی امارت، ملکي او د تېرې ادارې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته په پوره شفافیت د بانکي سیستم له لارې میاشتني مساعدتونه توزیع کوي.

همداراز محترم شېخ صاحب په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان له سفیر څخه وغوښتل چې د دې اړ او مظلوم قشر (یتیمانو، کونډو او معلولینو) اړتیاوې او ستونزې له خیریه مؤسسو او بنسټونو سره شریکې کړي تر څو له دوی سره لا زیاتې مرستې ترسره شي.

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر محترم مولوي بدرالدین حقاني په دې کتنه کې د سفارت د پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او په ورته وخت کې یې ډاډ ورکړ چې له یاد قشر سره به د مرستو د راجلبولو په موخه لا زیاتې هڅې وکړي او د شهیدانو کورنۍ او معلولین به هیڅکله هم له پامه ونه غورځوي.

د یادونې وړ ده چې د دې کتنې پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او حسابي چارو رئیس محترم قاري محمد امین درویش هم حضور درلود.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې زرګونو تنو مستحقو کسانو ته مرستې ويشلي دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر (۲۸۴۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS