د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ په موخه ژوند د هوساینې او پرمختګ لپاره مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۹:۲۴
mmd

یاد هوکړه لیک چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئيس محترم ملا صدوخان حق شناس او  ژوند د هوساینې او پرمختګ لپاره د مؤسسې مسؤل محترم محمد نعیم روحاني ترمنځ لاسلیک شو، د هغه پر اساس به دوه سوه او دري دېرش (۲۳۳) تنو مستحقو یتیمانو ته په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې خوراکي او غیر خوراکي توکي چمتو او ووېشل شي.

د یادونې وړ ده چې د دې پروژې د تطبیق مجموعي لګښت (۲۴) زره او (۴۷۰) امریکایي ډالره دی چې د ننګرهار او لغمان ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو په همغږۍ به پلي شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه، د (ZFA)خیریه مؤسسې سره د (۴۹) زره او (۷۰۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه لیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۷
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مقام د لزوم دید او وړانديز پر اساس محترم مولوي میر احمد منیر د هرات ولایت د شهیدانو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۲۳
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي او خپلې چارې پيل کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د محترم مقام د لزوم دید او وړاندیز له مخې محترم قاري عبدالسلام د نیمروز ولایت د. . .

BACK TO NEWS