د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ په موخه د بشري حقونو، آزادیو او بشر پالنې مرستندویه مؤسسې (I.H.H) سره هوکړه لیک لاسلیک کړ
یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د بشري حقونو، آزادیو او بشر پالنې مرستندویه مؤسسې (I.H.H) استازي محترم عبدالله تر منځ لاسلیک شو چې د هغه پر بنسټ به یو سل او پنځه اتیا (۱۸۵) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته نغدي مرستې ووېشل شي چې په ترتیب سره به هر مستحق وګړی سل (۱۰۰) امریکائي ډالره د نغدي مرستې په توګه ترلاسه کړي.
د يادونې وړ ده، چې د يادې شوې پروژې ټوليز ارزښت اتلس زره، اووه سوه او پنځوس (۱۸۷۵۰) امريکايي ډالره دى، چې په خوست ولایت کې به تطبیق شي.