د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کونډو میرمنو د ملاتړ په موخه د افغانستان لپاره د إنارة خیریه مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د اړمنو کونډو میرمنو د لاسنیوي او هغوی ته د خوراکي مرستو د چمتو کولو په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، یاد هوکړه لیک د (۵۸) زره او (۵۹۰) ډالرو په ارزښت د دې وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د افغانستان لپاره د إنارة خیریه مؤسسې مسؤل محترم اکرام الله صافي ترمنځ لاسلیک شو، چې له مخې به یې په کابل ولایت کې (۶۰۵) تنو کونډو میرمنو لپاره (۱۰) ډوله خوراکي او غیر خوراکي توکي چمتو او ووېشل شي.