د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۹:۲۵

د چارو د لا ښه والي او مؤثرې همغږۍ د تأمین په موخه، د کارکوونکو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، یاده غونډه چې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې اړوندو آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم مولوي محمد موسی صدیقي د اداري چارو د لا ښه پرمختګ، د کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ په تأمین، د کاري بهیر د لا ښه‌ والي او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو ته د رسیدګۍ په هکله خبرې وکړې.

همداراز د غونډې ګډونوالو د چارو د لا ښه والي په موخه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل، د اړوندو موضوعاتو تر څېړلو وروسته، محترم مولوي محمد موسی صدیقي په یادو برخو کې کارکوونکو ته، لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS