د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د دې وزارت د کال سنټر د بیاځلې فعالولو په تړاو د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له استازو سره لیدنه وکړه
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې تر سره شوه په هغه کې د یاد وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش، د دې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت استازو ګډون درلود.
د دې ناستې په ترڅ کې د دې وزارت اړوند د کال سنټر د بیاځلې فعالولو پر څرنګوالي او په تېرې ادارې کې د دې وزارت د کال سنټر د مقروضیت په اړه هراړخیزې خبرې وشوې.
په دې غونډه کې د یاد وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له استازو څخه وغوښتل چې په راتلونکي غونډه کې دې، د دې شرکت باصلاحیته تخنیکي او مسلکي استازی ګډون وکړي تر څو په دې اړوند یوې نهائي پایلې ته ورسیږو.