د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۵ - ۹:۱۲
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ، د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخند، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

د یادې غونډې موضوعات چي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس ښاغلي قاري شاه محمد دوست لخوا غونډې ته وړاندې شول، په دې غونډه کې د مستحقو کسانو د عرایضو د اخیستلو په څرنګوالي خبرې وشوې او پریکړه وشوه چې له دې وروسته به د معلولیت لرونکو وګړو او د یتیمانو اړوند هغه عرایض واخیستل شي چې د ولایتي رئیسانو له خوا تایید شوي او د هغوی د تایید پرته به د منلو وړ نه وي.

په یاده غونډه کې همدارنګه د هغو کسانو په هکله چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته د الکترونیکي تذکرو اخیستلو په موخه مراجعه کوي هم خبرې وشوې او پریکړه وشوه چې یاد کسان باید د مراجعې په وخت کې د مشخصو ریاستونو څخه رسمي لیک په لاس کې ولري او یاد ریاستونه هغو کسانو ته باید رسمي لیک ورکړي چې کاغذي پیژندپاڼې ولري.

همدارنګه په یاده غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د هغې کمیټې په هکله هم بحث وشو چې د یاد وزارت د پالیسي جوړونې په موخه ګمارل شوې وه او پریکړه وشوه چې په یاده کمیټه کې دې د وزارت ځینې تجربه لرونکي او مسلکي کسان هم شامل شي تر څو د وزارت پالیسي په سمه توګه چمتو او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له رهبري سره شریک کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS