د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۹ - ۸:۴۰
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر، ښاغلي ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ، د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

د یادې غونډې موضوعات چي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس ښاغلي قاري شاه محمد دوست لخوا غونډې ته وړاندې کړل شول، په دې غونډه کې د هغو معلولینو په هکله چې  په ولایتونو او مرکز کې ځانونه د مجاهدینو په نامه ثبتوي چې ځینې یې د مجاهدینو له جملې څخه نه دي، هر اړخیزې خبرې وشوې او پریکړه وشوه چې له دې وروسته به د هغوی د ثبت او راجسټر په پروسه کې د استخباراتو ریاست لخوا  د استعلام ځواب او همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رسمي کارمند تأیید اړین ګڼل کیږي او پرته له یادو مواردو څخه به د هیڅ یوه تأیید او تصدیق د منلو وړ نه دې.

همداراز په یاده غونډه کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د میاشتنې نغدي مرستو د ورکړۍ د طرحې پر تعدیل شویو مادو باندې هم خبرې وشوې او پریکړه وشوه چې هغه مادې چې د تعدیل وړ وي په هغوی کې دې تغییر او بدلون راشي.

همدارنګه په دې غونډه کې د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د تثبیت په پروسه کې د لا شفافیت رامنځته کولو او په ټولیزه توګه د جعل او تزویر د مخینوي او د له منځه وړلو په موخه له نن څخه وروسته د یتیمانو او معلولینو د تثبیت پروسه په مرکز او ولایتونو کې د امرثاني پورې وځنډول شوه، همدارنګه ولایتي رئیسانو ته هدایات ورکړل شو، تر څو په خپلو اړوندو ولایتونو کې بیلابیلې کمیټې وټاکي او کور په کور دې د ثبت شویو یتیمانو، کونډو او معلولینو څیړنه ترسره کړي تر څو په راتلونکي کې په یاده پروسه په هر اړخیز ډول شفافیت او روڼتیا رامنځته شي.

همداراز په پام کې ده چې په نږدې ورځو کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لخوا یو باصلاحیته پلاوی هم ځینو ولایتونو واستول شي ترڅو هلته ته د ثبت شویو یتیمانو، معلولینو د تثبیت پروسې د څرنګوالي په هکله څیړنه او بررسي وکړي او د خپلو کاري اجرااتو راپور دې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له مشرتابه سره شریک کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

په کنړ ولایت کې سلګونو مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د وطن د مرستو او پرمختګ مؤسسی سره په همغږۍ د مرکز اسعداباد په شمول سرکاڼو، منوره، وټه پور، درۀ پیج، شیګل او شلطن ولسوالیو کې (۲۰۰) تنو کونډو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یو شمېر بهرنيو سیلانیانو په همکارۍ پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۰
Background image

په هلمند ولایت کې (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز  کې پر (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د. . .

BACK TO NEWS